او یقینًا یقینًا هغو كسانو (د خپلو رسولانو) تكذیب كړى و چې له دغو خلقو نه مخكې وو، نو زما انكار او عذاب څنګه وو؟ (۱۸)
تفسیر
له دغو مشرکانو مخکې چې کوم امتونه تېر شوي (خپل رسولان يې) درواغجن وګڼل، نو پر هغوی د الله عذاب را نازل شو پر خپل کفر او درواغ ګڼلو يې د ټينګار له امله، نو پر هغوی زما عذاب څنګه و؟! هغه ډېر سخت انکار( تغییر او بدلون) و.