سوره الملك (بادشاهي) (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




67 الملك(الملك)، آیت ۲۹

قُلْ هُوَ الرَّحْمَٰنُ آمَنَّا بِهِ وَعَلَيْهِ تَوَكَّلْنَا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 29 ٢٩

ته (دوى ته) ووایه: هم دغه (الله) رحمٰن دى، مونږ په ده ایمان راوړى دى او مونږ خاص په ده باندې توكل كړى دى، نو تاسو به ژر پوه شئ چې هغه څوك دى چې په ښكاره ګمراهۍ كې دى (۲۹)

تفسیر
اې رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: هغه رحمان چې يوازې خپل عبادت ته مو وربولي، موږ پرې ايمان راوړی، او يوازې پر هغه مو په خپلو چارو کې بروسه کړې ده، تاسو به هرومرو پوه شئ چې څوک په څرګنده لارورکۍ کې دي او څوک پر نېغه لار دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ