سوره الملك (بادشاهي) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




67 الملك(الملك)، آیت ۸

تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ الْغَيْظِ ۖ كُلَّمَا أُلْقِيَ فِيهَا فَوْجٌ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَذِيرٌ 8 ٨

نژدې به وي چې دى له غصې نه ټوټې شي، هر وارې چې په ده كې یوه ډله وغورځول شي (نو) له دوى نه به د دغه (دوزخ) څوكیداران پوښتنه وكړي چې ایا تاسو ته وېروونكى (پېغمبر) نه و راغلى؟ (۸)

تفسیر
نېږدې ده چې (د دوزخ) ځينې برخې به له ځينو بېلې او جلا شي پر هغه چا د سختې غوسې له امله چې پکې ور ننوځي، هر کله چې يوه ډله له کافرانو پکې ور وغورځول شي، پر هغوی ګومارل شوې پرېښتې به يې د سخت چلند د پوښتنې په ډول پوښتي: آيا تاسو ته په دنيا کې کوم رسول نه و درغلی چې د الله له عذابه يې وېرولي واست؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ