سوره القلم (قلم) (آیت 17)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




68 القلم(القلم)، آیت ۱۷

إِنَّا بَلَوْنَاهُمْ كَمَا بَلَوْنَا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ إِذْ أَقْسَمُوا لَيَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِينَ 17 ١٧

بېشكه مونږ دوى وازمایل، لكه چې مونږ د باغ خاوندان ازمایلي وو، كله چې هغوى قسمونه وخوړل چې دوى به خامخا ضرور دغه (د باغ مېوې) پرې كړي، په دې حال كې چې سبا كوونكي به وي (۱۷)

تفسیر
پرته له شکه موږ دغه مشرکان په وچکالۍ او لوږه و ازمويل، لکه څنګه مو چې د هغه بڼ څښتنان ازمويلي وو کله چې هغوی لوړې کولې چې هرومرو به يې سهار مهال په منډه منډه مېوې شکوي ترڅو يې کوم بې وزله ترې ونه خوري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ