سوره القلم (قلم) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




68 القلم(القلم)، آیت ۷

إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ 7 ٧

بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لارې نه ګمراه شوى دى او هم دى په هدایت موندونكو باندې ښه عالم دى (۷)

تفسیر
اې رسوله! پرته له شکه هغه پوهيږي چې څوک يې له لارې اوښتي او هغه ښه پوه دی پر هغو کسانو چې لارموندونکي دي، او پوهيږي چې هغوی ترې لار ورکي دي، او پرته له شکه ته هغه څوک يې چې پرسمه لار یې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ