او ایا څرګنده شوې نه ده هغو كسانو ته چې د ځمكې له (مخكينو) اوسېدونكو نه وروسته دوى د هغې وارثان ګرځي دا چې كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به دوى ته د دوى د ګناهونو په وجه سزا وركړې وَى او مونږ به د دوى په زړونو باندې مهر ولګوو، بیا به دوى (هېڅ) نه ویني (۱۰۰)
تفسیر
آیا نده ښکاره شوې هغو خلکو ته چې وروسته پاتي کیږي په ځمکه کیږي د هغوی د مشرانو د هلاکت نه وروسته د هغوی د ګناهونو په وجه، نو دوی بیا عبرت نه اخلي د هغه عذاب د وجې نه چې په دوی راغلی، بلکې دوی هم د هغوی په شان کارونه کوي، آیا نده ښکاره شوې دوی ته چې بیشکه که الله تعالی وغواړي عذاب ورکول دوی ته د دوی د ګناهونو په وجه نو خامخا به یې ورکړي لکه څرنګه چې د الله تعالی طریقه ده؟ او د دوی په زړونو باندې به مهر ولګوي نو له نصیحت څخه به پند نه اخلي، او نه به ورته نصیحت څه فایده ورکوي.