سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 127)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۲۷

وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَىٰ وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ ۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ 127 ١٢٧

او د فرعون د قوم مشرانو (فرعون ته) وویل: ایا ته موسٰی او د هغه قوم د دې لپاره (ازاد) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى وكړي او تا او ستا معبودان پرېږدي، وویل (فرعون): ژر به مونږ د دوى زامن ووژنو او د دوى ښځې (جينكۍ) به ژوندۍ پرېږدو او بېشكه مونږ د دوى له پاسه زوروَر یو (۱۲۷)

تفسیر
او د فرعون د قوم مشرانو او ملکانو فرعون ته وویل: ، په داسې حال کې چې هڅاوه یې هغه لره په موسی -علیه السلام- او د هغه په مومنانو ملګرو: آیا ته پریږدې -ای فرعونه- موسی او د هغه قوم د دې لپاره چې په ځمکه کې فساد خپور کړي، او پریږدي تا لره او ستا معبودانو لره، او رابلل وکړي یوازې د الله تعالی بندګۍته؟! فرعون وویل: خامخا زر دی چې وبه وژنو د بني اسرائیلو نران بچي، او مېرمنې به یې د خدمت لپاره پریږدو، او یقینا مونږ برلاسي یو پر دوی باندې؛ په زور غلبې او دلیل کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ