سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۲

قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ ۖ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ 12 ١٢

وویل (الله): ته څه شي منع كړې، چې سجده دې ونه كړه كله چې ما تا ته حكم وكړ؟ وویل (شیطان): زه له هغه نه غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خَټې پیدا كړى دى (۱۲)

تفسیر
الله تعالی ابلیس ته د رټنې په شکل وویل: څه شي ته منع کړې زما د حکم منلو نه تاته؛ په سجده کولو سره ادم -علیه السلام- ته؟ ابلیس خپل رب ته په جواب کې وویل: زه دې (خبرې) منع کړم چې زه غوره یم د هغه نه، ځکه تا زه له اور څخه پیداکړی یم، او هغه دې له خټې څخه پیدا کړی، او اور د خټې نه ډیر عزت والا (غوره) دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ