سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 130)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۳۰

وَلَقَدْ أَخَذْنَا آلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ 130 ١٣٠

اویقینًا یقینًا مونږه فرعونیان په وچكالۍ سره او د میوو په كم والي سره نیولي وو، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني (۱۳۰)

تفسیر
او یقینا مونږ سزا ورکړه فرعونیانو ته په وچکالۍ او قحطۍ سره، او هغوی مو د میوو او د زمکې د حاصلاتو په کمووالي سره وازمایل؛ د دې لپاره چې شاید دوی پند او نصیحت واخلي چې ګویا کې دوی ته چې کوم څه مصیبتونه راغلي وو بیشکه دا د دوی لپاره سزا وه؛ د دوی د کفر په وجه، نو الله تعالی ته به توبه وباسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ