سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 131)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۳۱

فَإِذَا جَاءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوا لَنَا هَٰذِهِ ۖ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُوا بِمُوسَىٰ وَمَنْ مَعَهُ ۗ أَلَا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِنْدَ اللَّهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ 131 ١٣١

نو كله چې به په دوى خوشحالي راغله، ویل به يې: هم زمونږ لپاره دا ده او كه چېرې په دوى به څه تكلیف راغى، نو بدفالي به يې په موسٰی او په هغه چا چې له هغه سره وو؛ نیوله، خبردار! بېشكه خبره همدا ده چې د دوى بدفالي له الله سره ده او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي (۱۳۱)

تفسیر
نو کله چې فرعونیانو باندې آبادي، د میوو رسیدل او ارزاني راغلل دوی وویل: دا مونږ ته ځکه راکړل شوي چې مونږ یې حقدار یو او مونږ پرې ځانګړې شوي یو، او که چیرته ورته څه تکلیف له وچکالۍ، قحط او ډیروالي د مرضونو او نورو مصیبتونو نه ورسیږي نو بیا بد پالي په موسی -علیه السلام- او د هغه په ملګرو له بنی اسراییلو څخه نیسي، او حق خبره دا ده چې دوی ته چې کوم مصیبتونه رسیږي دا ټول د الله تعالی له طرفه مقرر شوي، او د دوی او د موسی -علیه السلام- لپاره پدې کې هیڅ کار نشته مګر دوی ته د موسی -علیه السلام- بد دعایي (ښیراوې)، خو لیکن اکثر د دوی نه پوهیږي، نو دوی یې له الله تعالی پرته نور چاته منسوبوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ