سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 132)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۳۲

وَقَالُوا مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِ مِنْ آيَةٍ لِتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ 132 ١٣٢

او دوى به (موسٰی ته) ویل: ته چې مونږ ته هر قسمه نښه راوړې؛ د دې لپاره چې په هغې سره ته په مونږه جادو وكړې، نو مونږه په تا باندې كله هم ایمان راوړونكي نه یو (۱۳۲)

تفسیر
او د فرعون قوم موسی -علیه السلام- ته د حق سره د ضد له وجې نه وویل: هره یوه نخښه او معجزه چې ته پرې مونږ ته راتګ کوې، او هر یو دلیل چې ته یې زمونږ د عقیدو په بطلان باندې راوړې د دې لپاره چې مونږ د خپلو عقیدو څخه واړوې، او هر دلیل چې ته یې راوړې په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی؛ نو مونږ هیڅکله په تا باندې ایمان نه راوړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ