سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 134)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۳۴

وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُوا يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۖ لَئِنْ كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِي إِسْرَائِيلَ 134 ١٣٤

او كله چې په دوى باندې عذاب راپرېوت (، نو) ويې ويل: اى موسٰی: ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه په هغه څه سره چې له تا سره يې وعده كړې ده، یقینًا كه ته زمونږ نه عذاب لرې كړې، مونږ به خامخا لازمًا په تا ایمان راوړو او خامخا لازمًا به له تا سره بني اسرائیل ولېږو (خوشې كړو) (۱۳۴)

تفسیر
او کله چې دوی ته پدې شیانو عذاب ورسیده دوی موسی -علیه السلام- ته مخه کړه، او هغه ته یې وویل: ای موسی! دعا وغواړه مونږ لره ستا د رب نه په هغه وجه چې تاته یې پیغمبري درکړې، او په هغه وجه چې تاسره یې وعده کړې په اوچتولو د عذاب نه په توبې سره چې زمونږ څخه دا عذاب پورته کړي، نو که چیرته تا په توبې سره زمونږ څخه دا عذاب لرې کړ، نو مونږ به خامخا په تا ایمان راوړو، او ستا سره به بني اسرائیل ولیږو، او مونږ به یې خوشې کړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ