سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 135)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۳۵

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ إِلَىٰ أَجَلٍ هُمْ بَالِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنْكُثُونَ 135 ١٣٥

نو كله چې به مونږ له دوى نه عذاب لرې كړ تر هغې مودې پورې چې دوى هغې ته رسېدونكي وو، ناڅاپه به دوى وعده ماته كړه (۱۳۵)

تفسیر
نو هر کله چې به مونږ د دوی نه عذاب د یوې نیټې پورې لرې کړ مخکې د هلاکولو د دوی نه په غرقیدلو سره نو په دغه وخت کې به دوی ماتول هغه لوظونه چې په خپلو ځانونو یې لازم کړي وو له ایمان راړلو نه او د لیږلو د بنی اسرایېلو نه، نو دوی بیا همیشوالی وکړ په خپل کفر باندې، او د موسی -علیه السلام- سره یې د بني اسرائېلو د لیږلو نه ډډه وکړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ