سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 136)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۳۶

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ 136 ١٣٦

نو مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس په سمندر كې مو غرق كړل، ځكه چې یقینًا هغوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و او له هغو نه غافله وو (۱۳۶)

تفسیر
نو هر کله چې پوره شوه د دوی د هلاکت معلومه نیټه مونږ په دوی باندې زمونږ عذابونه راولیږل په غرقیدلو د دوی په بحر کې په سبب د تکذیب د دوی په آیتونو د الله تعالی او په سبب د مخ اړولو د دوی له هغه حق نه؛ چې دا آیتونه پرې دلالت کوونکي دي اوهیڅ شک پکې نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ