بېشكه دا خلق (چې دي) تباه دى هغه (دین) چې دوى په هغه كې دي او باطل دي هغه عملونه چې دوى يې كوي (۱۳۹)
تفسیر
یقینا دا کسان چې همیشه د خپلو بتانو بندګي کوي هلاک به کړي دوی لره هغه څه چې دوی پکې دي د غیر الله له بندګۍ نه، او باطلې هم دي ټولې هغه نیکیانې چې دوی یې کوي د دې وجې نه چې دوی په بندګۍ کې د الله تعالی سره بل څوک شریک کړي.