سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 13)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۳
قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَنْ تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ
(الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه كوز شه، پس تا ته دا حق نشته چې ته په دې (جنت) كې تكبر وكړې، نو ته وځه، بېشكه ته له ذلیلو څخه يې (۱۳)
تفسیر
الله تعالی ابلیس ته وویل: کوز شه ته د جنت نه، نو نه دي لائق تا لره چې تکبر وکړې په دې جنت کې؛ ځکه چې دا د پاکو خلکو کور دی، نو تالره نه دي جایز چې ته پدې کې پاتې شې، یقینا ته چې یې ای -ابلیسه- د سپکو او ذلیلانو څخه یې، او اګر که تا ته خپل ځان د ادم -علیه السلام- څخه بهتر او غوره ښکاري.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: