سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 141)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۴۱

وَإِذْ أَنْجَيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ ۖ يُقَتِّلُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ ۚ وَفِي ذَٰلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ 141 ١٤١

او كله چې مونږ تاسو ته له فرعونیانو نه نجات دركړ، چې تاسو ته به يې سخت عذاب دررساوه، چې ستاسو زامن به يې وژل او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و (۱۴۱)

تفسیر
او یاد کړئ -ای بني اسرایېلو- کله چې مونږ تاسو ته نجات درکړ په ازادولو ستاسو سره د ذلیل کولو د فرعون او د هغه د قوم نه تاسو لره، کله چې هغوی تاسو ته درکول مختلف ډولونه د سپکوالي د وژلو ستاسو نرانو بچو لره، او پریښودل د مېرمنو ستاسو د خپل خدمت لپاره، او په دې ازادولو ستاسو کې د فرعون او د هغه د قوم نه لوی امتحان و ستاسو د رب له طرف نه چې د هغه تقاضا ستاسو نه شکر ایستل دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ