سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 142)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۴۲

وَوَاعَدْنَا مُوسَىٰ ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ۚ وَقَالَ مُوسَىٰ لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ 142 ١٤٢

او مونږ له موسٰی سره د دېرشو شپو وعده وكړه او مونږ هغه په لسو (نورو) سره پوره كړې، نو ستا د رب ټاكلې موده څلوېښت ورځې پوره شوه، او موسٰی خپل ورور هارون ته وویل: ته زما په قوم كې زما نايب جوړ شه او اصلاح كوه او د ورانكارو د لارې پیروي مه كوه (۱۴۲)

تفسیر
او الله تعالی د خپل پیغمبر موسی -علیه السلام- سره وعده وکړه د خپلو خاصو خبرو لپاره دیرشو شپو، بیا یې پوره کړې په زیاتوالي د لسو نورو شپو سره، نو ټولې څلویښت شپې شوې، او موسی -علیه السلام- خپل ورور هارون -علیه السلام- ته وویل: کله چې هغه د خپل رب ملاقات ته تللو: ای هارون! ته زما په قوم کې زما ځای ناستی شه، او د هغوی چارې برابروه په خایسته سیاست سره او په هغوی باندې په شفقت کولو سره، او د فسادیانو خلکو لاره مه تعقیبوه په کولو د ګناهونو سره، او د ګناهګارانو مددګار هم مه جوړیږه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ