سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 144)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۴۴

قَالَ يَا مُوسَىٰ إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالَاتِي وَبِكَلَامِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ 144 ١٤٤

وویل: (الله:) اى موسٰی! بېشكه ما تا ته په ټولو خلقو باندې په خپلو پېغامونو سره او په خپل كلام سره غوره والى دركړى دى، نو ته هغه څه ونیسه چې ما تا ته دركړي دي، او له شكر كوونكو څخه شه (۱۴۴)

تفسیر
الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وفرمایل: ای موسی! بیشکه ته ما خاص کړی یې او غوره کړی مې یې په ټولو خلکو په خپلو پیغامونو سره کله چې ته ما دوی ته لیږلی یې، او ته ما غوره کړی یې په خبرو کولو سره پغیر د واسطې نه، نو ته ونیسه هغه چې ما تاته درکړی د دې لوی شرف نه، او شه ته د شکر ایستونکو نه الله تعالی ته په درکولو د دې لوی بخشش سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ