سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 146)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۴۶

سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَا يُؤْمِنُوا بِهَا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ 146 ١٤٦

عنقریب به زه له خپلو ایتونو نه هغه كسان واړوم چې په ځمكه كې ناحقه تكبر كوي او كه دوى هره نښه وویني (، بیا هم) په هغې ایمان نه راوړي او كه چېرې دوى د هدایت لار وویني (، نو) هغه خپله لار نه غوره كوي، او كه چېرې د ګمراهۍ لار وویني (، نو) هغه خپله لار ګرځوي، دا ځكه چې یقینًا دوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى دى، او دوى له هغو نه غافله وو (۱۴۶)

تفسیر
زر به واړوم زه د عبرت اخیستلو څخه زما په ایتونو په کایناتو او نفسونو کې، او د پوهې څخه زما د کتاب د ایتونو نه؛ هغه کسان چې لویې کوي د الله تعالی په بندګانو باندې او په حق باندې په نا حقه سره، او که چیرته دوی وویني هره یوه نښه دوی په هغې ایمان نه راوړي؛ د وجې د اعتراض کولو د دوی په دې باندې او د وجې د مخ اړولو د دوی د دې نه، او د وجې د دښمنۍ د دوی نه الله تعالی او د هغه د پیغمبر سره، او که چیرته دوی وویني لاره د حق هغه چې رسیدونکې ده د الله تعالی رضا ته نو دوی هغه لاره نه خپلوي، او نه په هغې کې څه رغبت لري، او که چیرته وویني دوی لاره د سرکشۍ او ګمراهۍ هغه چې رسیدونکې ده د الله تعالی غصې او غضب ته نو دوی هغه خپلوي، دا چې دوی ته کوم څه شی رسیدلی، دا د دوی د دروغ ګڼلو له وجې نه د الله تعالی لوی ایتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ د هغه څه چې پیغمبرانو پرې راتګ کړی، او د دوی د بې پرواېۍ د وجې نه د سوچ او فکر کولو نه په دې کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ