سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 150)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۵۰
وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَىٰ إِلَىٰ قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِنْ بَعْدِي ۖ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ ۖ وَأَلْقَى الْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ ۚ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُوا يَقْتُلُونَنِي فَلَا تُشْمِتْ بِيَ الْأَعْدَاءَ وَلَا تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
او كله چې موسٰی خپل قوم ته بېرته راغى، چې ډېر غصّه، افسوس كوونكى و، ويې ويل: بد دى هغه چې له ما نه وروسته تاسو زما ځاى ناستى كړى دى، ایا تاسو د خپل رب له حكم نه تلوار وكړ؟ او تختۍ يې وغورځولې او د خپل ورور سر يې راونېوه، چې هغه يې خپل ځان ته راښكه، هغه وویل: اى زما د مور زویه! بېشكه قوم زه كمزورى كړى وم او نژدې وو چې ما ووژني، نو ته په ما باندې دښمنان مه خوشحالوه او ما له ظالم قوم سره مه ملګرى كوه (۱۵۰)
تفسیر
او هر کله چې موسی -علیه السلام- د خپل رب د ملاقات څخه راوګرځیده خپل قوم ته پداسې حال کې چې په هغوی د غصې او غم نه ډک وو د دې وجې نه چې هغوی یې د خوسي په عبادت باندې ولیدل، او ویې ویل: ډیر بد دی هغه حال چې تاسو پرې زما د تګ څخه وروسته شوی یاست -ای زما قومه-؛ ځکه چې دا تاسو هلاکت او بدبختۍ ته رسوي، آیا تاسو زما د انتظار نه ستړي شوي یاست، نو تاسو ځکه د خوسي عبادت وکړ؟! او خپلې تختې یې وغورځولې د هغه سختې غصې او غم له وجې نه چې ده ته رسیدلي وه، او د خپل ورور هارون سر او ږیره یې ونیوله او خپل ځان طرف ته یې راکش کړ ځکه چې دا د دوی سره پاتې شوی و او دوی یې د دې څخه نه و اړولي کله چې یې هغوی د خوسي په عبادت لیدلي وو، هارون -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل په داسې حال کې چې هغه ته یې عذر وړاندې کاوه او د هغه څخه یې د مهربانۍ غوښتنه کوله: ای زما د مور زویه! بیشکه دې قوم زه کمزوری ګڼلی وم نو ځکه یې زه ذلیل کړم، او نږدې وه چې زه یې وژلی وم، نو ته ما لره داسې سزا مه راکوه چې زما دښمنان پرې خوشحاله شي، او ستا د غصې په وجه ما د ظالمانو د ډلې نه مه ګڼه، په دې وجه چې هغوی د الله نه پرته د بل چا بندګي کړې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: