سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 151)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۵۱
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِأَخِي وَأَدْخِلْنَا فِي رَحْمَتِكَ ۖ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
(موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږه په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې (۱۵۱)
تفسیر
نو موسی -علیه السلام- د خپل رب څخه دعا وغوښتله: ای ربه زما! بخښنه وکړې ماته، او زما ورور هارون ته، او داخل کړې مونږ دواړه په خپل رحمت کې او وګرځوې ستا رحمت چې راګیر کړي مونږ لره د هر طرف نه، او ته چې یې -ای زمونږه ربه! ډیر مهربان یې پر مونږ باندې د هر یو رحم کوونکي نه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: