سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 156)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۵۶

وَاكْتُبْ لَنَا فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ إِنَّا هُدْنَا إِلَيْكَ ۚ قَالَ عَذَابِي أُصِيبُ بِهِ مَنْ أَشَاءُ ۖ وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ ۚ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُمْ بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ 156 ١٥٦

او ته زمونږ لپاره په دې دنیا كې ښېګڼه ولیكه او په اخرت كې هم، بېشكه مونږه تا ته رجوع كړې ده، وویل (الله:) زه خپل عذاب رسوم چا ته چې وغواړم او زما رحمت هر شي لره راګېر كړى دى، نو ژر به زه ولیكم دا (رحمت) د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي او زكات ادا كوي او هغه كسان چې هغوى زمونږ په ایتونو ایمان لري (۱۵۶)

تفسیر
او ته مونږ وګرځوه د هغه چا نه چې تا ورته عزت ورکړی په دې ژوند کې په نعمتونو او سلامتیا سره او تا ورته د نیک عمل توفیق ورکړی، او ستا د هغو نیکانو بندګانو څخه چې تا ورته په اخرت کې جنت تیار کړی، بیشکه مونږ تاته توبه ایستلې، او تاته راګرځیدلي یو اقرار کوونکي یو په خپلې کمزورۍ او کوتاهۍ، الله تعالی وفرمایل: عذاب زما زه هغه چا ته ورکوم چې د بدبختۍ کارونه کوي، او رحمت زما شامل دی هر یو شي ته په دنیا کې؛ نو نشته هیڅ مخلوق مګر د الله تعالی رحمت ورته رسیدلی، او هغه یې په خپل فضل او مهربانۍ کې راګیر کړی، نو خامخا زه به خپل رحمت په اخرت کې هغه چا لره خاص کوم چې د الله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او هغه کسان چې د خپلو مالونو زکاتونه مستحقو کسانو ته ورکوي، او هغه کسان چې زمونږ په آیتونو ایمان لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ