سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 160)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۶۰

وَقَطَّعْنَاهُمُ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًا ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ إِذِ اسْتَسْقَاهُ قَوْمُهُ أَنِ اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْحَجَرَ ۖ فَانْبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ ۚ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ الْغَمَامَ وَأَنْزَلْنَا عَلَيْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ ۚ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ 160 ١٦٠

او مونږ دغه بني اسرائیل بېل بېل كړل دولس قبیلې، ډلې ډلې او مونږ موسٰی ته وحي وكړه، كله چې له هغه نه خپل قوم اوبه وغوښتې، چې ته په خپلې امسا سره كاڼى ووهه، نو له هغه نه دولس چینې جاري شوې، تحقیق ټولو خلقو خپل خپل ګودر وپېژنده او مونږه پر هغوى باندې وریځ سيورى كړه او پر هغوى باندې مو ’’مَنْ‘‘ او ’’سَلْوٰی‘‘ نازل كړل، تاسو د هغو پاكیزه څیزونو نه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او دوى پر مونږ ظلم نه و كړى او لېكن دوى خاص په خپلو ځانونو ظلم كاوه (۱۶۰)

تفسیر
او وویشل مونږ بني اسرایېل دولس قبیلو ته، او وحې وکړه مونږ موسی -علیه السلام- ته کله چې وغوښتل د هغه نه قوم د هغه چې د الله تعالی نه وغواړي چې دوی ته اوبه ورکړي: دا چې ووهه -ای موسی- په امسا سره دې ګټې (تیږې) لره، نو موسی -علیه السلام- هغه ووهله، نو راوخوټکیدلې (راووتلې) د هغې نه دولس چینې په شمار د قبیلو د دوی چې دولس قبیلې وې، بیشکه وپیژانده هرې قبیلې د دوی نه خپل ځای د اوبو څښلو، نو په دې کې به ورسره بله قبیله شریکه نه وه، او سوری کړه مونږ پر دوی باندې وریځ چې د دوی سره به روانه وه کله چې به دوی روان وو، او ودریدله به کله به چې دوی ودریدل، او راولیږل مونږ په دوی باندې زمونږ د نعمتونو نه خواږه څښل لکه د شاتو په شان او وړه مرغئ چې غوښه یې پاکه وه د مړز په شان، او مونږ دوی ته وویل: خورئ تاسو د پاک هغه څه نه چې مونږ تاسو ته درکړي، او دوی مونږ ته څه تاوان راونه رساوه د هغه ظلم او ناشکرۍ له وجې نه چې دوی کړې وه، او د دې نعمتونو قدر یې ونه کړ، لکه څنګه چې مناسب و د دې سره، لیکن دوی د خپلو ځانونو سره ظلم کوي په کمولو د برخو خپلو کله چې هغوی خپل ځانونه د هلاکت ځایونو ته ورسول، د الله تعالی د مخالفت له وجې نه او د هغه د نعمتونو د ناشکرۍ له وجې نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ