سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 164)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۶۴
وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌ مِنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا ۙ اللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا ۖ قَالُوا مَعْذِرَةً إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ
او كله چې په دوى كې یوې ډلې وویل: ولې تاسو داسې قوم ته نصیحت كوئ چې الله د هغه هلاكوونكى دى، یا هغه ته ډېر سخت عذاب وركوونكى دى؟ هغوى وویل: خپل رب ته د عذر وړاندې كولو لپاره او د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي (۱۶۴)
تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې یوه ډله د دوی څخه داسې وه چې دا بله ډله یې منع کوله د دې بد کار نه، او ویرول یې د دې نه، نو بلې یوې ډلې دې نصیحت کوونکو ته وویل: تاسو ولې نصیحت کوئ داسې یوې ډلې ته چې الله تعالی هلاکوونکی دي هغې لره په دنیا کې د هغې ګناه په وجه چې دوی کړې، او یا سخت عذاب ورکوونکی دی دوی ته د قیامت په ورځ؟ وویل هغو نصیحت کوونکو خلکو: زمونږ وعظ او نصیحت دوی ته عذر وړاندې کول دي الله تعالی ته د هغه څه په کولو سره چې مونږ ته پرې امر شوی چې هغه امر کول دي په نیکیو باندې او منع کول دي له بدیو څخه، تر دې چې مونږ الله تعالی د دې په پریښودلو سره ونه نیسي، او شاید چې دوی په پند او نصیحت سره فایده واخلئ، نو دوی به لاس واخلي د هغې ګناه څخه چې دوی پکې دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: