سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۶

قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ 16 ١٦

(ابلیس) وویل: نو په سبب د هغه چې تا زه ګمراه كړم، زه به خامخا ضرور دوى ته ستا په نېغه لار كې كېنم (۱۶)

تفسیر
ابلیس وویل: په دې وجه چې تا زه ګمراه کړم تر دې چې ما پریښودل ستا د حکم منل په سجدې کولو سره ادم -علیه السلام- ته خامخا زه به کینم بنی ادمو ته ستا په نیغه لاره؛ او خامخا اړوم به دوی لره او ګمراه کوم به دوی لره ستا د سمې لارې نه لکه څنګه چې واړولی شوم د سجدې کولو نه د دوی پلار ادم -علیه السلام- ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ