سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 170)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۷۰
وَالَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ
او هغه كسان چې كتاب ښه ټینګ نیسي او لمونځ قايموي، بېشكه مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو (۱۷۰)
تفسیر
او هغه کسان چې کلکې منګولی لګوي په کتاب باندې، او عمل کوي په هغو احکامو چې په دې کې دي، او کوي لمونځ لره په پابندۍ کولو سره د هغه په وختونو او شرطونو او واجباتو او سنتو باندې، خامخا به الله تعالی دوی ته د دوی په عملونو بدله ورکوي، نو الله تعالی هیڅکله نه ضایع کوي ثواب د هغه چا چې عمل یې نیک وي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: