سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 171)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۷۱

وَإِذْ نَتَقْنَا الْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَأَنَّهُ ظُلَّةٌ وَظَنُّوا أَنَّهُ وَاقِعٌ بِهِمْ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 171 ١٧١

او كله چې مونږ د دوى له پاسه غر راپورته كړ، ګویا كې هغه سايبان دى، او دوى یقین وكړ چې بېشكه دا په دوى راپرېوتونكى دى، تاسو په قوت سره ونیسئ هغه (تورات) چې مونږ تاسو ته دركړى دى او یاد كړئ هغه څه چې په دې كې دي، د دې لپاره چې تاسوپرهېزګاره شئ (۱۷۱)

تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ غر د خپل ځای څخه راوویست نو دبني اسرایېلو دپاسه مو پورته کړ هر کله چې هغوی انکار وکړ د قبلولو د هغو احکامو نه چې په تورات کې وو، نو غر د دوی دپاسه داسې شو لکه سوری شوی وریځ، او دوی دا یقین وکړ چې دا راغورځیدونکی دی په دوی باندې، او دوی ته وویل شو: ونیسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي په ریښتیا او کوشش او قوي عزم سره، او یاد کړئ هغه احکام چې الله تعالی تاسو ته روا کړي او مه یې هیروئ؛ که دا کار وکړئ شاید د الله تعالی څخه وویریږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ