سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 172)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۷۲

وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِي آدَمَ مِنْ ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا ۛ أَنْ تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَٰذَا غَافِلِينَ 172 ١٧٢

او كله چې ستا رب د ادم له اولادې نه د هغوى له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) ایا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ ګواهي وكړه، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و (نه) وایئ چې بېشكه مونږه له دې نه غافله وو (۱۷۲)

تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې راوویست رب ستا د شاګانو د بني ادمو نه د هغوی اولادونه، او د هغوی نه یې اقرار واخیست په خپل هغه ربوبیت چې د هغوی په فطرتونو کې یې ایښودلی دی د اقرار کولو نه په دې خبره چې دا د دوی خالق او پرورش کوونکی دی داسې یې ورته وویل: آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوی ټولو وویل: ولې نه ته زمونږ رب یې، الله تعالی وویل: مونږ په تاسو امتحان کړی او په تاسو مو لوظونه اخیستي تردې چې تاسو د قیامت په ورځ انکار ونه کړئ د الله تعالی د حجت نه په تاسو باندې، او داسې ووایئ:مونږ د دې په اړه معلومات نه درلودل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ