سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 182)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۸۲

وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ 182 ١٨٢

او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو يې تكذیب كړى دى؛ ژر به مونږ دوى له داسې لوري په تدریج سره راونیسو چې دوى به نه پوهېږي (۱۸۲)

تفسیر
او هغه کسان چې نسبت د دروغو کوي زمونو آیتونو ته، او په هغې ایمان نه راوړي، بلکې انکار ترې کوي، خامخا مونږ به پرانیزو دوی ته دروازې د رزق، د دوی د عزت لپاره؛ بلکې دوی ته د مهلت ورکولو لپاره تر دې چې په خپلې دې ګمراهۍ کې نور هم ورننوځي، بیا به دوی ته زمونږ عذاب ناڅاپه راشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ