سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 186)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۸۶

مَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَا هَادِيَ لَهُ ۚ وَيَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ 186 ١٨٦

هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته او هغه (الله) دوى په خپلې سركشۍ كې پرېږدي، په دې حال كې چې سرګردان وي (۱۸۶)

تفسیر
هغه څوک چې الله تعالی يې د حق طرف ته هدایت نه لرې کړي، او الله تعالی یې د نیغې لارې نه بې لارې کړي، نو نشته دې لره څوک هدایت کوونکی چې هدایت ورته وکړي، او پریږدي دوی لره الله تعالی د دوی په ګمراهۍ او کفر کې سرګردان چې هیڅ شي ته نشي رسیدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ