سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۸

قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًا مَدْحُورًا ۖ لَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنْكُمْ أَجْمَعِينَ 18 ١٨

وویل (الله): وُځه ته له دې ځاى نه، چې بدحاله غمجن كړى شوى، رټلى شوى يې، یقینًا په دوى كې چې چا ستا پیروي وكړه (، نو) خامخا لازمًا به زه له تاسو ټولو نه جهنم ډكوم (۱۸)

تفسیر
الله تعالی ورته وویل: ووځه -ای ابلیسه- د جنت څخه په داسې حال کې چې بد ویلی شوی یې؛ شړل شوی یې د الله تعالی له رحمت څخه، او خامخا زه به ډکوم جهنم د قیامت په ورځ ستا څخه او د هر هغه چا څخه چې ستا تابعداري یې کړې او د خپل رب نافرماني یې کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ