سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 193)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۹۳
وَإِنْ تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَىٰ لَا يَتَّبِعُوكُمْ ۚ سَوَاءٌ عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنْتُمْ صَامِتُونَ
او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې، دوى به ستاسو پیروي ونه كړي، ستاسو لپاره برابره ده كه تاسو دوى راوبلئ، یا تاسو خاموشه یئ (۱۹۳)
تفسیر
او که تاسو رابولئ -ای مشرکانو- دې بتانو لره هغه چې تاسو یې حقدار د بندګئ نیسئ پرته له الله تعالی نه د هدایت طرف ته نو دوی ستاسو بلنه نشي قبلولی هغه طرف ته چې تاسو یې ورته رابلئ او نه ستاسو تابعداري کولی شي، نو برابره خبره ده د هغه سره ستاسو رابلل هغه لره او چپ پاتي کیدل ستاسو د هغه نه؛ ځکه چې دا خو بې ساه دي؛ نه په څه پوهیږي، او نه څه اوري، او نه څه خبرې کولی شي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: