بېشكه هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، (هغوى) ستاسو په شان بنده ګان دي، نو هغوى راوبلئ، پس هغوى دې ستاسو بلنه قبوله كړي، كه چېرې تاسو رښتیني یئ (۱۹۴)
تفسیر
بیشکه هغه کسان چې تاسو یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوئ -ای مشرکانو- هغوی هم الله تعالی پیداکړي دي، او د هغه د واک لاندې دي، نو هغوی هم په دې کې ستاسو په شان دي سره لدینه چې تاسو د هغوی نه په ښه حالات کې یاست؛ ځکه چې تاسو ژوندي یاست خبرې کوئ او ګرځئ هم او اوریدل او لیدل هم کولی شئ، او ستاسو بتان داسې نه دي، نو تاسو هغوی راوبلئ او هغوی دي تاسو ته جواب درکړي که چیرته تاسو ریښتوني یاست په هغه څه کې چې تاسو یې دعوه کوئ.