او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې (، نو) دوى نه اوري او ته به دوى وینې چې تا ته ګوري، په داسې حال كې چې لیدل نه كوي (۱۹۸)
تفسیر
او که تاسو راوبلئ -ای مشرکانو- بتان ستاسو هغه چې تاسو یې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه سمې لارې ته؛ هغوی ستاسو بلنه نشي اوریدلی، او ته به هغوی وینې چې تاته به مخامخ وي په جوړ کړی شوو سترګو سره، او هغوی جمادات دي لیدل نشي کولی، نو پس وو هغوی چې د انسانانو او یا حیواناتو په شکل به یې بتان جوړول، او هغه لره به یې لاسونه او پښې او سترګې هم جوړولې، خو لیکن دوی جمادات و، چې نه پکې ساه وه او نه یې حرکت کولی شو.