سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۹

وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ 19 ١٩

او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نژدې كېږئ (، ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ (۱۹)

تفسیر
او الله تعالی ادم -علیه السلام- ته وویل: ای ادمه! ووسیږه ته او میرمن ستا حواء په جنت کې، او خورئ د هغه څه نه چې په دې جنت کې دي د پاکو شیانو نه څه چې ستاسو خوښ وي، او مه خورئ تاسو د دې ونې نه (یوه ونه چې الله تعالی دې دواړو ته ښودلې وه) نو که تاسو دواړو د دې نه خوراک وکړ وروسته د منع کولو زما نه تاسو دواړه لره، نو تاسو به د الله تعالی د پولو څخه د تیریدونکو څخه یاستئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ