او د دوى وروڼه دوى لره په ګمراهۍ كې راكاږي، بیا دوى هېڅ كمى نه كوي (۲۰۲)
تفسیر
او له فاجرانو او کافرانو د شيطانانو وروڼه تل شيطانان يې له يوې ګناه وروسته په بله ګناه کې د اخته کولو له امله په لار ورکۍ کې زياتوالی راولي، هغوی نه لاس په سر کيږي، نه شيطانان له بې لارۍ او لار ورکۍ لاس په سر کيږي او نه له انسانانو فاجران هغو ته په غاړه اېښودلو او ناوړه کړنو په ترسره کولو لاس په کيږي.