او كله چې ته دوى ته څه نښه رانه وړې، دوى وايي: ولې دې له خپله ځانه غوره نه كړه، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې زه د هغه څه پیروي كوم چې ما ته د خپل رب له جانبه وحي كېږي، دا ستاسو د رب له جانبه د پوهنې دلايل دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان لري (۲۰۳)
تفسیر
او کله چې ته راوړې -ای پیغمبره- یوه معجزه؛ دوی تا دروغجن ګڼي او د هغې نه مخ اړوي، او که ته دوی ته معجزه رانه وړې دوی بیا وایې: ولې دې یوه معجزه له ځان نه جوړه نه کړه، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: ندي ما لره چې زه د خپل ځان نه یوه معجزه راوړم، او زه تابعداري نه کوم مګر د هغه څه چې الله تعالی يې ما ته وحي کوي، دا قرآن کریم چې زه یې په تاسو لولم معجزې او دلیلونه دي د الله تعالی له طرفه چې ستاسو پیدا کوونکی دی او ستاسو د چارو سمبالوونکی دی، او دا قرآن کریم لارښود او رحمت دی د الله مؤمنو بندګانو ته، او هر چې پرته له مومنانو دي نو پس هغوی ګمراهان او بدبخته دي.