سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۲۲

فَدَلَّاهُمَا بِغُرُورٍ ۚ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ ۖ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَنْ تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُلْ لَكُمَا إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُبِينٌ 22 ٢٢

نو هغه دوى دواړو ته په دوكې سره تمه وركړه، نو كله چې دوى هغه ونه وڅكله، دوى ته خپل شرم ځایونه ښكاره شول او دواړه لګیا شول چې په خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او دوى ته خپل رب اواز وكړ چې ایا ما تاسو دواړه له دې ونې نه نه وئ منع كړي او تاسو ته مې نه وویلي چې بېشكه شیطان تاسو دواړو لپاره ښكاره دښمن دى؟ (۲۲)

تفسیر
نو راویې غورځول دا دواړه د هغې منزلې چې دا دواړه پکې وو په دوکې او فریب سره، نو هر کله چې دې داوړو د هغې ونې نه خوراک وکړ چې منع کړی شوي ترې وو ښکاره شو دې دواړو ته د دوی دواړو پټ عورت، نو شروع شول دواړه چې لږولې یې په خپلو عورتونو پورې د جنت د پاڼو نه؛ د دې لپاره چې پټ کړي په دې سره خپل عورتونه، او اواز وکړ دوی ته رب د دوی او داسې يې ورته وفرمایل: آیا ما نه وئ منع کړي تاسو د خوراک د دې ونې نه، او تاسو دواړو ته ما نه و ویلی په داسې حال کې چې ویرولي مې وئ: چې بیشکه شیطان ستاسو لپاره دښمن دی د ښکاره دښمنۍ والا؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ