(دا) كتاب دى چې تا ته نازل كړى شوى دى، نو د ده په وجه دې ستا په سینه كې څه تنګي نه وي، د دې لپاره (نازل كړى شوى دى) چې ته د ده په ذرېعې سره (خلق) ووېروې او د مومنانو لپاره نصیحت دى (۲)
تفسیر
قران کریم یو کتاب دی نازل کړی الله تعالی په تا باندې -ای پیغمبره- نو نه دي وي ستا په سینه کې د دې نه څه تنګستیا او نه شک، رالیږلی یې دی په تا باندې د دې لپاره چې وویروې ته په دې سره خلکو لره، او په دې سره حجت قایم کړې، او پند ورکړې په دې سره مومنانو ته، نو پس خاص هم دوی هغه خلک دي چې د نصیحت نه فایده اخلي.