سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۳۰

فَرِيقًا هَدَىٰ وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلَالَةُ ۗ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ 30 ٣٠

یوې ډلې ته يې هدایت كړى دى او بله ډله (يې ګمراه كړې ده) چې په هغو باندې ګمراهي ثابته شوې ده، بېشكه دوى له الله نه سِوا شیطانان (د ځان) دوستان نیولي وو او دوى دا ګمان كاوه چې بېشكه همدوى نېغه لار موندونكي دي (۳۰)

تفسیر
او الله تعالی خلک دوه ډلې ګرځولي: یوه ډله ستاسو څخه هغه ده چې هدایت یې ورته کړی، او هغه ته یې د هدایت اسباب اسان کړي، او د هدایت موانع یې ترې اړولي، او یوه بله ډله ده چې لازم کړی یې دی په هغوی باندې بې لاریتوب د حق د لارې نه، دا داسې چې دوی ګرځولي دي شیطانان دوستان خپل؛ پرته له الله تعالی نه، نو هغوی ته یې د ناپوهۍ د وجې نه غاړه کیښودلې، او دوی دا ګومان کوي چې یقینا دوی په هدایت باندې نیغې لارې ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ