سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۳۸

قَالَ ادْخُلُوا فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ فِي النَّارِ ۖ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَعَنَتْ أُخْتَهَا ۖ حَتَّىٰ إِذَا ادَّارَكُوا فِيهَا جَمِيعًا قَالَتْ أُخْرَاهُمْ لِأُولَاهُمْ رَبَّنَا هَٰؤُلَاءِ أَضَلُّونَا فَآتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِنَ النَّارِ ۖ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلَٰكِنْ لَا تَعْلَمُونَ 38 ٣٨

(ورته) وبه وايي: تاسو له هغو امتونو سره یو ځاى اور ته داخل شئ چې له تاسو نه مخكې په پېریانو او انسانانو كې تېر شوي دي، هر كله چې یوه ډله ننوځي (، نو) د خپل ځان په مثل ډلې باندې به لعنت وايي، تر دې چې كله دوى ټول په دې (اور) كې راجمع شي، د دوى وروستنۍ به د خپلو ړومبنو په هكله وايي: اى زمونږه ربه! دا كسان چې دي مونږ يې ګمراه كړي وو، نو دوى ته د اور دوه چنده عذاب وركړه، وبه وايي (الله) د هر یو لپاره دوه چنده (عذاب) دى او لېكن تاسو نه پوهېږئ (۳۸)

تفسیر
ملایکو دوی ته وویل: ننوځئ -ای مشرکینو- په ډله د هغو امتونو کې چې تیر شوي مخکې ستاسو نه په کفر او ګمراهۍ باندې د پیریانو او انسانانو نه په اور کې، هر کله چې ورننوځي یوه ډله لعنت به وایي په خپلو هغو ملګرو چې د دوی نه مخکې اور ته ننوتلي، تر هغه چې دوی په یو بل پسې ورشي، او ټول پکې راجمع شي نو وبه وایې وروستني ننوتونکي او هغوی هغه ټیټ او تابعداري کوونکی دي، د خپلو مخکنیو په هکله چې هغوی مشران او لویان دي: ای زمونږ ه ربه! دا زمونږ هغه مشران دي چې مونږ یې د هدایت د لارې نه اړولي وو، نو ته سزا ورکړه دوی ته دوه چنده سزا د دې وجې نه چې مونږ ته یې ګمراهي ښایسته کړې وه، الله تعالی به دوی ته په جواب کې ووایې: ستاسې هرې ډلې ته به څو چنده عذاب وي، لیکن تاسو په دې باندې نه پوهیږئ او نه یې درک کولی شئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ