سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 44)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۴۴
وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا ۖ قَالُوا نَعَمْ ۚ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَنْ لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ
او جنتیان به دوزخیانو ته اواز وكړي دا چې یقینًا مونږ هغه وعده چې زمونږ رب له مونږ سره كړې وه حقه وموندله، نو ایا تاسو (هم) هغه وعده حقه وموندله چې ستاسو رب (له تاسو سره) كړې وه؟ هغوى به ووايي: هو! نو د دوى په مینځ كې به یو اعلان كوونكى دا اعلان وكړي چې د الله لعنت په ظالمانو باندې دى (۴۴)
تفسیر
او اواز به وکړي د جنت اوسیدونکي خلک د اور اوسیدونکو ته وروسته د ننوتلو د هر یو نه خپل تیار شوي ځای ته: یقینا مونږ خو حاصل کړل هغه څه چې وعده یې کړې وه زمونږ سره رب زمونږ د جنت نه په ریښتیا سره، نو یقینا مونږ یې هغه ته داخل کړو، نو آیا تاسو حاصل کړل -ای کافرانو- هغه څه چې ویره پرې درکړې وه تاسو ته الله تعالی د اور نه په ریښتیا سره؟ نو کافران به ووایي: بیشکه مونږ بیاموندل هغه څه چې مونږ ته پرې ویره راکول شوې وه د اور نه په ریښتیا سره، نو اواز به وکړي یو اواز کوونکی پداسې حال کې چې د الله تعالی نه به دعا کوي چې وشړي ظالمان د خپل رحمت څخه، ځکه چې پرانیستې وې دوی لره الله دروازې د خپل رحمت خو دوی د هغې څخه په دنیا کې مخ اړولی و.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: