هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي او هم دوى د اخرت منكر دي (۴۵)
تفسیر
دا ظالمان هغه کسان دي چې پخپله د الله تعالی د لارې څخه مخ اړوي، او نور خلک هم په دې مجبوروي چې مخ ترې واړوي، او دا تمنا او ارزو کوي چې د حق لاره دې کږه وي؛ تر څو خلک پرې لاړ نشي، او خاص همدوی په آخرت باندې کافران دي هغه ته تیار ندي.