سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۴۶

وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ ۚ وَعَلَى الْأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلًّا بِسِيمَاهُمْ ۚ وَنَادَوْا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ ۚ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ 46 ٤٦

او د دواړو په مینځ كې پرده ده او د اَعراف له پاسه به كسان وي چې دوى به هر یو (له جنتیانو او دوزخیانو نه) په خپلو علامو سره پېژني او دوى به جنتیانو ته اواز وكړي دا چې په تاسو دې سلام وي، دوى هغه (جنت) ته داخل شوي نه دي او دوى (د جنت) طمع لري (۴۶)

تفسیر
د دغو دواړو ډلو جنتيانو او دوزخيانو تر منځ به يو لوړ دېوال وي چې اعراف به نوميږي او پر دغه لوړ دېوال به هغه خلک وي چې نېکۍ او بدۍ يې سره برابرې شوي وي، هغوی به جنتيان د هغوی له نښانو څخه لکه د مخونو سپينوالي اودوزخيان د هغوی له نښانو لکه د مخونو توروالي څخه پېژني، دغه خلک به جنتيانو ته د هغوی د درناوي په موخه په داسې ويلو ور چېغې کړي پر تاسو دې سلامتيا وي، په دغه حال کې به د اعراف خلک جنت ته نه وي ننوتلي، خو د الله په لورېينه به هلته د ننوتلو هيله لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ