سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۴۹

أَهَٰؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لَا يَنَالُهُمُ اللَّهُ بِرَحْمَةٍ ۚ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلَا أَنْتُمْ تَحْزَنُونَ 49 ٤٩

ایا دا هغه كسان دي چې تاسو به قسمونه خوړل چې الله به دوى ته رحمت ونه رسوي (دوى ته ویل شوي دي چې) تاسو جنت ته داخل شئ، پر تاسو باندې هېڅ وېره نشته او نه به تاسو غمجن كېږئ (۴۹)

تفسیر
او الله تعالی به کافرانو ته د رټنې په ډول ووایې: آیا دا هغه کسان دي چې تاسو قسمونه کول چې هیڅکله به ونه رسوي دوی ته الله تعالی رحمت د خپل طرفه؟! او الله تعالی به مومنانو ته ووایې: ننوځئ -ای مومنانو- جنت ته چې نه به وي هیڅ ویره په تاسو باندې د هغه څه باره کې چې تاسو ورسره مخامخ کیږئ، او نه به تاسو غمجن یاستئ د هغو برخو باره کې چې ستاسو نه په دنیا کې پاتې شوي د هغو همیشنیو نعمتونو د وجې نه چې تاسو ورسره مخامخ شوي یاست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ