سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 50)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۵۰

وَنَادَىٰ أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُوا عَلَيْنَا مِنَ الْمَاءِ أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ ۚ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ 50 ٥٠

او دوزخیان به جنتیانو ته اواز وكړي دا چې تاسو پر مونږ باندې څه اوبه راتوئ كړئ، یا له هغه څه نه چې الله تاسو ته دركړي دي (څه راكړئ)، وبه وايي (جنتیان) بېشكه الله دا دواړه په كافرانو باندې حرام كړي دي (۵۰)

تفسیر
او اواز به وکړي د اور والا د جنت والاوو ته چې د هغوی نه به غوښتونکي وي داسې به ووایې: پراخه کړئ راړول د اوبو په مونږ باندې -ای د جنت والاو-، او یا د هغه خوراکونو څخه چې الله تعالی تاسو ته درکړي، د جنت والا به ووایې: بیشکه الله تعالی حرام کړي دا دواړه شیان په کافرانو باندې د هغوی د کفر په وجه، او مونږ مرسته نشو کولی ستاسو سره په هغه څه کې چې الله تعالی په تاسو حرام کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ