او یقینًا یقینًا مونږ دوى ته كتاب راوړى دى چې مونږ د علم له مخې په تفصیل سره بیان كړى دى، چې هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي (۵۲)
تفسیر
او یقینا مونږ راتګ کړی دی پدې قرآن سره، هغه چې کوم پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی کتاب دی، او یقینا مونږ بیان کړی دې لره سره د پوهې زمونږه نه په هغه څه باندې چې مونږ یې بیانوو، او دا هدایت کوونکی دی مومنانو لره عقلمندۍ او حق لارې ته، او رحمت دی په دوی باندې د دې وجې نه چې پدې کې کومه ښودنه ده د دنیا او اخرت خیر ته.