سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 53)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۵۳
هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا تَأْوِيلَهُ ۚ يَوْمَ يَأْتِي تَأْوِيلُهُ يَقُولُ الَّذِينَ نَسُوهُ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ فَهَلْ لَنَا مِنْ شُفَعَاءَ فَيَشْفَعُوا لَنَا أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ ۚ قَدْ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ
دوى انتظار نه كوي مګر د هغه (قیامت) د انجام، په هغې ورځ چې د هغه انجام راشي؛ (نو) هغه كسان به وايي چې دا يې مخكې هېر كړى و: یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو، نو ایا زمونږ لپاره څه سفارشیان شته چې زمونږ لپاره سفارش وكړي؟ یا مونږ واپس كړى شو، نو (بیا) له هغه عمل نه سِوا عمل وكړو چې مونږه كاوه، یقینًا دوى خپلو ځانونو ته نقصان رسولى دى او له دوى څخه هغه دروغ ورك شول چې دوى به جوړول (۵۳)
تفسیر
انتظار نه کوي دا کافران مګر د واقع کیدلو د هغه څه چې دوی ته خبر ورکړی شوی و، د هغه په واقع کیدلو د دردناک عذاب نه، هغه چې د دوی اخر انجام به وي په اخرت کې، کله چې راشي هغه ورځ چې دوی ته پرې خبر ورکړی شوی و لدې (عذاب)نه، او چې خبر پرې ورکړی شوی و مومنانو ته د ثواب نه، و به وایې هغه کسان چې قرآن کریم یې په دنیا کې هیر کړی و، او عمل یې نه و کړی په هغه څه چې په دې کې راغلي وو: یقینا راتګ کړی و پیغمبرانو د رب زمونږه په حق وینا سره هغه چې هیڅ شک پکې نشته، او هیڅ شک نشته چې یقینا دا د الله تعالی له طرفه دی، نو کاش چې وی مونږ لره څوک سفارش والا چې مونږ لره یې سفارش کړی وی د الله تعالی په وړاندې د دې لپاره چې مونږ د عذاب نه معاف کړي، او یا کاش چې مونږ بیرته واپس شو ژوند د نیا ته چې وکړو مونږ نیک کارونه نو خلاص به پرې شو په ځای د هغو چې مونږ کوم ګناهونه کول، بیشکه په تاوان کې اچولي دي کافرانو ځانونه خپل په وروستلو د هغوی ځایونو د هلاکت ته په سبب د کفر د دوی، او ورک شوی د دوی نه هغه څوک چې دوی یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوله، نو هغوی ورته هیڅ فایده ونه رسوله.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: