سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 56)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۵۶

وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا ۚ إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ 56 ٥٦

او تاسو په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، او تاسو هغه (الله) رابلئ په وېرې سره او په طمع سره، بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى (۵۶)

تفسیر
او تاسو فساد مه کوئ په ځمکه کې په کولو د ګناهونو سره وروسته د دې نه چې الله تعالی هغه اصلاح کړي په لیږلو د پیغمبرانو -علیهم السلام- او آباده کړې یې ده یوازې د هغه په طاعت سره، او دعا وغواړئ یواځې د الله تعالی څخه په داسې حال کې چې تاسو د هغه د سزا څخه ویره حس کوئ، او د هغه د ثواب د حاصلولو انتظار کوئ، بیشکه رحمت د الله تعالی نږدې دی د نیکي کوونکو څخه، نو تاسو هم د هغوی له ډلې څخه شئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ